مرمر

د کونړ- ننګرهار د مرمرو کان

کونړ او ننګرهار ولایتونه، افغانستان

د کونړ-ننګرهار د مرمر ډبرو کان د امتیاز سیمه 27 کیلومتر مربع ده او په لوړه کچه د خالص کلسیم کاربونیټ مرمر ډبرې په کې شتون لري چې له کان څخه راوتي. د یادو مرمرو رنګ تر ډېره حده سپین دی، خو خورا لږ خړ رنګ هم په کې لیدل کېږي او د کیفیت له کبله خورا مشهورې دي. دغه کان د غوره زېرمې د لرلو له امله مشهور او پېژندل شوی دی.

په دغه کان کې د مرمر ډبرو جیولوژيکي جوړښت د داسې خط په بڼه پروت دی چې د ختیځ او شمال ختیځ له منځنۍ برخې د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ په اوږدو کې د 18 کیلومتره په اوږدوالي غځېدلی او ټول د معدن د امتیاز په سیمه کې پروت دی. دغه جوړښت شمال لوېدیځ لور ته د 40 او 50 درجې په زاویه ښکته شوی. روان جیولوژیکي سپړنه (اکتشاف) به د زېرمې د جوړښت او د یادو مرمرو د فزیکي-میخانیکي ځانګړنو په اړه لا دقیق تخنیکي جزئیات رابرسېره کړي.

له دې زېرمې ترلاسه کېدونکي مرمر په استثنايي ډول د اندازې، طرحې او جوړښت له پلوه ظریفه او ورته دانې لري، چې په ځانګړې توګه د پيکه رنګونو لپاره یادو ډبرو ته زړه راښکونکې بڼه وربښي، نوځکه دا ډول مرمر د ودانیو داخلي تزئین لپاره، چېرې چې لوړ کیفیت لرونکو مرمرو ته اړتیا ده، مناسب بلل کیږي.