کُش سټون

مرمر

نچرل سټون کمپنۍ خپلو پیرودونکو ته دواړه تت او نیمه شفاف سپین مرمر او همداراز په بېلابېلو طبیعي بېلګو او ډیزاینونو کې د خاکستري خطونو په لرلو سره د برجسته سپینو مرمرو ټولګه وړاندې کوي.

د کُش سټون مرمر ډبرې په افغانستان کې د نچرل سټون کمپنۍ له دوو کانونو څخه استخراجېږي. د مرمرو دا ښکلې او تصفیه شوې ټولګه په بېلابېلو بڼو کې د لاسرسي وړ ده، چې هر کور، دفتر یا سوداګریزې ودانۍ ته لا ښکلا وربښي.

د کُش سټون د مرمر تختې د زینتي ډبرو صنعت په معیاري او لا سترو اندازو کې موجودې دي. یادې ډبرې په لوړ معیار صیقل ( پالش) او په دقیقو ځانګړتیاوو درجه بندي کیږي.