زمونږ په اړه
نچرل سټون کمپنۍ
نچرل سټون کمپنۍ په 2014 زېږدیز کال په دې موخه رامنځته شوه چې د افغانستان لوړ کیفیت لرونکې مرمر، رُخام او تراورتین ډبرې کورنیو او نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړي. اوسمهال، نچرل سټون په افغانستان کې د تزئیني ډبرو د استخراج، پروسس او صادراتو مخکښه کمپنۍ ده، او په سیمه کې د ډبرو د پروسس له نړیوالو سیالو کمپنیو څخه ګڼل کېږي. یاده کمپنۍ د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې د تزئیني ډبرو محصولات خپلو پیرودونکو ته وړاندې کوي. د کُش سټون تزئیني ډبرې په ټوله نړۍ کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو د جوړونکو په پروژو کې د کارونې لپاره په ځانګړې توګه فرمایش ورکول کېږي.
د نچرل سټون کمپنۍ بنسټګر او پانګوال داسې کارپوهان دي چې په افغانستان او خلیج کې د ښاري او سوداګریزو ودانیو د ډیزاین او جوړونې په برخه کې خپلې لسیزې تجربې یې تر یوه چتر لاندې راغونډې کړې دي. په نوموړې صنعت کې د دوی اوږده تجربه دا امکان برابر کړی دی چې دوی سوداګریزو او استوګنیزو پروژو ته د کیفیت لرونکو ساختماني توکو د دوامداره اکمال او پر خپل وخت د لېږد اړتیا درک کړي.
نچرل سټون په افغانستان کې د زینتي ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې تر ټولو مخکښه کمپنۍ ده چې خپل محصولات نړیوالو مارکېټونو ته صادروي.
له نړیوالو معیارونو سره برابر ډبرین مواد

د نچرل سټون کمپنۍ محصولات د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې په نړیواله کچه پلورل کېږي. د کُش سټون په نوم ټول تولیدات د ( CE) علامت لري او تایید شوې چې یاد محصولات له چاپیریالي اړخه خوندي، له ازبیستوس (asbestos) پرته او د داخلي او بیروني تزئین لپاره د ساختماني موادو له نړیوالو معیارونو سره برابر دي.
- له چاپيریالي اړخه خوندي؛
- له ازبیستوس پرته؛
- او د ساختماني موادو له نړیوالو معیارونو سره برابر دی.
ستاینلیکونه
د کانونو او پټرولیم وزارت
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د2020 کال په اپریل میاشت کې، نچرل سټون کمپنۍ ته په مرکزي افغانستان کې د سپينو مرمرو او تراورتینو د دوو سترو کانونو د استخراج تړونونه وسپارل. د هېواد کانونو د استخراج نویو سختو مقرراتو ته په کتو، د نچرل سټون کمپنۍ لخوا د یادو تړونونو ترلاسه کول د نوموړې کمپنۍ، اقتصادي او مالي ثبات او همداراز د طبیعي ډبرو د لویو زیرمو د چاپیریالي دوامداره استخراج په برخه کې د یادې کمپنۍ لوړه تخنیکي وړتیا څرګندوي.

کانونه
نچرل سټون کمپنۍ په افغانستان کې د 33 کیلومتر مربع په مساحت درې کانونه لري:
نچرل سټون کمپنۍ، استخراج او پروسس سره په سم ډول یو ځای کړي ترڅو اکمال او عرضې ته مستقیم لاسرسی ډاډمن کړي او په دې ډول د کُش سټون د تولیداتو مهالوېش رعایتولی وشي. نچرل سټون کمپنۍ اوسمهال دوه عصري فابریکې اداره کوي چې د زینتي ډبرو د بُرش او صیقل (پالش) په پرمختللو ایټالوي ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمبال دي. د یادې کمپنۍ اوسنی ظرفیت په میاشت کې 40,000متر مربع ډبرینې تختې او تایلونه دي. د نوموړې کمپنۍ درېیمه فابریکه د جوړېدو په حال کې ده چې یاده کمپنۍ به د دې جوګه کړي ترڅو د کُش سټون موجوده تولیدي ظرفیت لوړ او همداراز نور ځانګړي محصولات خپلو پیرودونکو ته وړاندې کړي.
نچرل سټون کمپنۍ داسې محصولات بازار ته وړاندې کوي، نه یوازې دا چې د ډبرو ترکیب او کیفیت له نړیوالو معیارونه سره سمون لري بلکې له هغو څخه پورته هم دي. د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې د نچرل سټون کمپنۍ محصولات په کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو مارکېټونو کې په رقابتي نرخونو پلورل کېږي او د لاسرسي وړ دي. د کمپنۍ د وېشونکو پر مټ، کُش سټون محصول د نړۍ هرې سیمې ته لېږل کېدای شي، نوځکه کُش سټون نیغ په نیغه له طبیعت څخه تر تاسو رسیږي.
نچرل سټون کمپنۍ په دې موخه خپلې پراختیا او ودې ته دوام ورکوي ترڅو د 2021 کال تر وروستیو پورې له افغانستان څخه د تزئیني ډبرو غوره صادرونکې کمپنۍ شي. په 2014 کال کې د کمپنۍ له رامنځته کېدو راهیسې، د نچرل سټون بنسټګر د استخراج، پروسس، پلور، بازارموندنې او صادراتي عملیاتو په برخه کې رامنځته شوي کاري فرصتونه د کمپنۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي. نچرل سټون کمپنۍ به د ودې او پراختیا په بهیر کې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو ته دوام ورکوي او ژمنه ده چې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول 1,000 کاري فرصتونه رامنځته کړي او له دې لارې د افغانستان په هغو سیمو کې چې د کمپنۍ فابریکې او کانونه دي، له اوږدمهال ټولنیز پرمختیا او اجتماعي پرمختګ څخه- له زیربنا رانیولې تر عامه خدماتو- ملاتړ وکړي.
- د 33 کیلومتره په مساحت 3 کانونه
- د40,000 متر مربع میاشتنی تولیدي ظرفیت
- په نړیواله کچه د محصولاتو لېږد او وېش
فابریکې
نچرل سټون کمپنۍ په دوو عصري فابریکو پانګونه کړې ده چې د ډبرو د پروسس او صیقل (پالش) په پرمختللو ایټالوي ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمبالې دي. دوی اوسمهال د درېیمې فابریکې پر جوړونه بوخت دي تر څو خپل تولیدي ظرفیت لوړ او مارکیټونو ته بېلابېل محصولات وړاندې کړي.
په نړیواله کچه د انجنیري او مشورتي خدماتو یوه پېژندل شوې ایټالوي کمپنۍ د دغو فابریکو په پلان جوړونې او ډیزاین کې ښکېله وه. یادې فابریکې د اروپا د ډیزاین-رغونې او چاپیریالي انجنیرۍ له معیارونو سره سمې د افغانستان د پلازمېنې کابل په عصري صنعتي پارکونو کې رغول شوې دي.
دا فابریکې د ډبرو د پروسس په پرمختللو ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمبالې دي چې په کې تزئیني ډبرینې تختې د ډبرو پروسس له پرمختللې ایټالوي ټکنالوژۍ څخه په ګټنې سره بُرش او صیقل (پالش) کیږي. د تولید دغه عصري څانګې چې په میاشت کې د 40,000 متر مربع ډبرو د تولید ظرفیت لري، نچرل سټون کمپنۍ د دې جوګه کوي ترڅو په نړیوالو مارکېټونو کې ډبرینې تختې او تایلونو په رقابتي نرخونو وړاندې کړي.