ولې کُش سټون وټاکو
نیغ په نیغه له طبیعت څخه تاسو ته وړاندې کیږي

د نچرل سټون کمپنۍ تولیدات د کُش سټون تر سوداګریز نوم(برنډ) لاندې په نړیواله کچه پلورل کېږي. کُش سټون د صنعتکارۍ، کیفیت او ډیزاین تر ټولو لوړ معیار د رعایتولو د ژمنتیا سمبول دی. د کُش سټون په تولیداتو کې د مرمر، رُخام او تراورتین ډبرې شاملې دي. زمونږ تولیدات د ډبرینو تختو او تایلونو په بڼه د لاسرسي وړ دي. د فرمایش په صورت کې، زمونږ محصولات لکه د پخلنځي او تشناب د میزونو، لویو سوداګریزو پروژو د زینو او خصوصي ودانیزو او ډیزاین چارو لپاره د خپل خوښې وړ په اندازو کې ترلاسه کولای شئ.
د ډبرو په دودیز پروسس کې د نچرل سټون کمپنۍ تجربه او د تولید په هر پړاو کې د پرمختللې ټکنالوژۍ کارونه دا یقیني کوي ترڅو پیرودونکي د زینتي ډبرو د صنعت له دقیقو نړیوالو معیارونو سره سم د کُش سټون غوره محصولات ترلاسه کړي.
چټک لېنکونه
د ایټالیا تورین پولیتخنیک پوهنتون له لوري تایید شوی چې کُش سټون:
- له چاپيریالي اړخه خوندي؛
- له ازبیستوس پرته؛
- او د ساختماني موادو له نړیوالو معیارونو سره برابر دی.
د نچرل سټون کمپنۍ د مرمرو، رُخامو او تراورتین کیفیت لرونکي محصولات د طبیعي ډبرو د معمارۍ او ډیزاین کارپوهانو د نړیوالې ټولنې له لوري تصدیق او پیژندل شوي دي. له هغه راهیسې چې نچرل سټون کمپنۍ د کُش سټون محصولات اعلان او خپل تولیدي ظرفیت تضمین کړی، د زینتي ډبرو کارپوهانو په ټوله نړۍ کې د ودانیو د داخلي او بیروني ښکلا لپاره د کُش تزئیني ډبرو کارونې ته ژوره لېوالتیا ښودلې ده.
- د نیمه شفافو سپینو مرمرو او رُخامو کوچنۍ دانې د تزئین کمیابه ښکلا وړاندې کوي چې د پروژې تعریف ته حیرانوونکی تجمل (ښکلا) وربښي.
- سپین تراورتین د ودانیو په بېلابېلو ډیزاینونو لکه د غولي په پوښلو او د ودانیو په داخلي او بیروني تزئین کې کارېدلی شي.
د ( CE ) اعتبارلیک
نچرل سـټون کمپنۍ د ډبرو د صنعت له معتبرو او ښاغلو نړیوالو کارپوهانو سره سلا مشوره کړې ده ترڅو په افغانستان کې د دوی له دریو کانونو څخه د استخراجېدونکو ډبرو بې ساری کیفیت تحلیل او ثبت کړي.
د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې د نچرل سټون کمپنۍ محصولات په دوامدار ډول د ډبرو نړیوال صنعت د لارښوونو په بشپړ رعایتولو سره استخراجېږي ترڅو ناوړه چاپیریالي اغېز یې را کم شي. د کُش سټون تولیدات د (CE) اعتبارلیک علامت لري چې د زینتي ډبرو هغو محصولاتو د روغتیا، خوندیتوب او چاپيریال ساتنې له معیارونو سره سمون ښيي چې د اروپا په اقتصادي زون کې پلورل کیږي. د اېټالیا په تورین پولیتخنیک پوهنتون کې تایید شوې چې د کُش سټون ډبرو جوړښت، 100 سلنه طبیعي دی او په بشپړ ډول د ودانیو د داخلي او بیروني تزئین لپاره له نړیوالو معیارونو سره سمون لري.