کُش سټون
تراورتین
د نچرل سټون کمپنۍ د تراورتین زېرمه په افغانستان کې تازه ترلاسه شوې، چې اوسمهال یې پر اکتشاف (سپړنه) کار روان دی. تراورتین په استثنايي ډول کوچنۍ ظریفې دانې لري چې د کُش سټون محصولاتو په شمېر کې د یوه خورا محبوب محصول په توګه اضافه کیږي
له سپین نه نیولې بیا تر عسلي رنګ پورې، د تراورتین ډبرو رنګونه په روښانه او تیره بڼو توپیر سره متفاوت دي. دغه رنګونه د منرالي موادو د تراورتین ډبرو زېرمې د طبیعي جوړېدو پر مهال د اوکسیدیشن په پایله کې رامنځته شوي.
د تراورتین ډبرو په ترکیب کې د کلسیم کاربونیټ شتون او ځانګړی جیولوژیکي تاریخ چې د «لولنج» تراورتین په زېرمه کې واقع شوی، یاده ډبره په فوق العاده ډول دوامداره او د هوا پر وړاندې مقاومه کوي. دا ډبره د ودانیو د داخلي او بهرني تزئین لپاره عالي انتخاب دی. د کُش سټون تراورتین ډبره د غولي، زینو او معمارۍ ستنو لپاره ګټور بدیل او د حمام، پخلنځي او د لامبو حوض د سطحي برخو پوښلو لپاره غوره ډبره ده. د اکتشاف چارو بشپړیدو سره سم، نچرل سټون کمپنۍ به د تراورتین ډبرې د رنګونو ډولونه او کیفیت وټاکي.