د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت
کابل، افغانستان- د2020 کال د اپرېل په 21 مه نېټه د افغانستان نچرل سټون کمپنۍ د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د کونړ-ننګرهار د مرمرو او د لولنج- پروان د تراورتین د کانونو امتیاز تړونونه لاسلیک کړل
د نچرل سټون کمپنۍ د کُش سټون په سوداګریز نوم (برنډ) خپلو پیرودونکو ته غوره کیفیت لرونکي مرمر، رُخام او تراورتین ډبرې وړاندې کوي. د کُش سټون سوداګریز نوم په افغانستان کې له جیولوژيکي پلوه د غرونو له مشهورې لړۍ هندوکش څخه اخیستل شوی او د ډبرو د غوره کیفیت استازیتوب کوي. د نچرل سټون کمپنۍ د افغانستان د غرونو په لړۍ کې د ډبرو درې کانونه لري چې له هغوی څخه د کُش سټون په سوداګریز نوم ډبرې استخراجوي.
د کُش سټون تولیدي څانګه د ودانیو د داخل او بهر د ښکلا لپاره خپلو پیرودونکو ته د مرمرو ، رُخامو، او تراورتین جوړې شوې زینتي ډبرینې تختې او تایل وړاندې کوي. کُش سټون ډبرې د انجنیرۍ له کره معیارونو سره سم د ژمنو کارکوونکو پر مټ استخراج او تولیدېږي. نچرل سټون کمپنۍ د ډبرو پروسس له معاصرې ایټالوي ټکنالوژۍ څخه په ګټنې د کُش سټون ډبرې تولیدوي. په دغه پرمختللې ایټالوي ټکنالوژۍ کې پانګونه، نچرل سټون کمپنۍ د دې جوګه کوي چې استثنايي کیفیت لرونکې زینتي ډبرې تولید او بازار ته وړاندې کړي چې اوسمهال په نړیوال مارکېټ کې د ډبرو له تر ټولو مشهورو برنډونو سره یو شان یا تر هغوی هم غوره دي.
د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې د نچرل ستوڼ کمپنۍ تولیدي محصولات په ځايي(کورني)، سیمه ییزو او نړیوالو مارکېټونو کې پیدا کېدلی شي. د کُش سټون ټول تولیدات د (CE ) اعتبارلیک لري، چې ښيي دغه تولیدات له چاپیریالي اړخه خوندي، له ازبیستوس (asbestos) پاک او له نړیوالو ودانیزو معیارونو سره سم دي. د نچرل سټون کمپنۍ د باوروړ لوجستیکي خدماتو پر مټ، د نړۍ هر ګوټ ته خپل تولیدات رسوي تر څو کش سټون په مستقیم ډول له طبیعت څخه تر تاسې در ورسېږي.
نچرل سټون کمپنۍ په افغانستان کې پر دوو عصري فابریکو باندې پانګونه کړې ده چې د زینتي ډبرو د پروسس، بُرش او صیقل (پالش) پر پرمختللو ماشینونو او وسایلو سمبال دي او په کې د ډبرو پروسس له تر ټولو پرمختللې ایټالوي ټکنالوژۍ کار اخیستل کیږي. په نړیواله کچه یوه مشهوره اېټالوي کمپنۍ د نوموړو فابریکو په پلان جوړونې او ډیزاین کې ښکېله وه. دواړه فابریکې د اروپا د ودانیزو او چاپیریالي انجنیرۍ له معیارونو سره سمې ډیزاین او رغول شوې دي. نچرل سټون کمپنۍ اوسمهال د خپلې درېیمې فابریکې پر پلان جوړونې او جوړولو کار کوي.
د یاد شرکت درې واړه فابریکې د افغانستان د پلازمېنې کابل په پرمختللو صنعتي پارکونو کې موقعیت لري. د یاد شرکت د دوو فعالو فابریکو د میاشتیني تولید کچه 40,000 متر مربع زینتي چمتو شویو ډبرو ته رسېږي. دا ظرفیت او د تولید کچه نچرل سټون کمپنۍ د دې جوګه کوي چې د ډبرو تختې او تایل په رقابتي نرخونو نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړي.
د نچرل سټون کمپنۍ د اکمال اصلي سرچینه هغه درې کانونه دي چې په ټولو کې 33 کیلومتر مربع غوره او بې سارې ډبرې لکه لوړ کیفیت لرونکي سپین مرمر، عسلي او سپین رنګه تراورتین شتون لري. د زینتي ډبرو د دغو زېرمو کیفیت استثنايي دی. د یادو ډبرو د رنګونو کچه د لوړ تقاضا لرونکو نړیوالو مارکېټونو لپاره خورا مناسبه ده. د اصلي سرچینې مالکیت او ګټه اخیستنه، نچرل سټون کمپنۍ ته دا توان ورکوي چې په نړیوال مارکیټ کې د لویو ودانیزو پروژو په شمول خپلو پیرودونکو ته د کُش سټون د ګڼ شمېر تولیداتو دوامداره او باوري اکمال تضمین کړي.
کابل، افغانستان- د2020 کال د اپرېل په 21 مه نېټه د افغانستان نچرل سټون کمپنۍ د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د کونړ-ننګرهار د مرمرو او د لولنج- پروان د تراورتین د کانونو امتیاز تړونونه لاسلیک کړل