نچرل سټون کمپنۍ

توصیف لیکونه

کاناډایي کمپنۍ (Canadian Shield Aggregate Ltd)

سټیو بیګلو، د کمپنۍ رییس

د نچرل سټون د مدیریت ټیم له غړو سره په ۲۰۱۷ کال کې د هندوستان په راجستان ایالات کې په یوه نندارتون کې د ګډون پر مهال آشنا شوم. ما د ډبرو پروسس د یو پرمختللي مرکز د رامنځته کولو په اړه د دوی پلانونه واورېدل، او په بشپړه لېوالتیا مې له نظریې تر بشپړېدو، په کابل کې د ډبرینو تختو او تایلونو د تولید د دوو پرمختللو فابریکو د جوړېدو په اړه د دوی خبرې تعقیب کړې. د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې مې په کابل کې د نچرل سټون کمپنۍ له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه ترڅو د دوی د تولید څانګې ماشیني کول (میکانیزه کول) ووینم او د لوژستیکي بازار موندنې د پلان جوړونې او د صادراتو په بازار کې د خرڅلاو پراختیا لپاره د یاد شرکت پر چمتوالي خبرې اترې وکړم. د دې لیدنې په ترڅ کې، له هغه څه چې مې په کابل کې ولیدل اغیزمن شوم او د نچرل سټون د ډبرینو تختو او تایلونو د دوو عصري فابریکو د تولیدي ظرفیت او د دوی د کیفیت لرونکو محصولاتو په اړه له پوهاوي مې الهام واخیست. له فابریکو څخه د کتنې پر مهال مې دا فرصت درلود ترڅو په شخصي توګه د نچرل سټون کمپنۍ د ډبرو پروسس دا مرکزونه وڅېړم او د نوموړې کمپنۍ پر موخو او سوداګریز لید پوه شم. جزئیاتو ته په کتو، د یادې کمپنۍ پلان جوړونه له ورایه د نویو غوره او کم مصرفه ایټالوي ماشین آلاتو په نصب کې څرګنده وه. دا تاسیسات، چاپیریالي اغېزو ته په ځانګړي پاملرنې ډیزاین شوي ول. د فاضله موادو (پاتې شونو) د سالم مدیریت د پلان جوړونې او انجنیرۍ په ترکیب سره، د هغې چاپیریالي اغېزې کمې شوې دي. د نچرل سټون شرکت فلسفه د کارکوونکو د مسلکي چلند پر بنسټ ټینګار کوي نو ځکه د عصري روغتیايي او خوندي کاري چاپیریال لپاره د کارکوونکو پرمختللي نړیوال معیاري روزنیز پروګرامونه پلي شوي. دا تاسیسات به نچرل ستوڼ کمپنۍ د دې جوګه کړي ترڅو د افغانستان د مرمر، تراورتین او رُخامو هغه ډبرې پروسس کړي چې له خپلو درې کانونو یې استخراجوي. درېیمګړې نړیوالې انجنیرۍ په لابراتواري آزموینو کې د کمپنۍ بېلګې کتلي او تایید کړې ده چې د یادې کمپنۍ دغه ډبرین محصولات په ټوله نړۍ کې د ډبرو د زېرمو تر ټولو په غوره هغو کې شامل دي. نوموړې کمپنۍ داسې د باور وړ او کم مصرفه لوژستیکي خدمات رامنځته کړي ترڅو د نورو ورته برنډونو په پرتله په رقابتي لګښت خپل تولیدات تر نړیوالو مارکېټونو ورسوي. د محصولاتو زیرمتونونه او د وېشلو شبکې اوسمهال د کمپنۍ مدیریت له لوري د جوړېدلو په حال کې دي. د نچرل سټون کمپنۍ مسلکي کړندود، د پلانولو جزئیات، مدیریتي وړتیاوې، او سوداګریز لیدلوری د کمپنۍ راتلونکې بریا تضمینوي. د دې کتنې تر ټولو د پام وړ اغېز چې پر ما پاتې دی، هغه سلګونه مسلکي کاري فرصتونه دي چې یاد تاسیسات یې رامنځته کوي او د افغانستان خلک به په کې وګومارل شي. په دغه هېواد کې چې د طبیعي زېرمو له اړخه غني دی، دا یو حیرانوونکی او ستر اقتصادي پرمختګ دی. « د نچرل سټون کمپنۍ ټول ټیم ته د ترسره شویو چارو او د راتلونکې بریا مبارکی وایم.»

د ساختماني جیولوجۍ ډاکټر (PHD) او تزئیني ډبرو نړیوال سلاکار

ډاکټر پیرو بیټني (Dr.Piero Bettini)

« د لومړي ځل لپاره مې په ۲۰۱۷ کال کې د نچرل سټون کمپنۍ له رئیس، انجنیر آصف ستانکزي سره ولیدل. وروسته ، کله چې زه د افغانستان د پانګونې پروژې (INVEST ) د DAI له ټیم سره یو ځای شوم، د اګست په میاشت کې مې وکولای شو چې په کابل کې د نوموړي له فابریکو څخه لیدنه وکړم. هغه څه چې ما په دې تاسیساتو کې ولیدل، په واقعیت يې تر اغیزې لاندې راغلم: دوه لویې په زیرکۍ ډیزاین او جوړې شوې صنعتي ودانۍ چې د ډبرینو تختو او تایلونو د بُرش او صیقل (پالش) دوه داسې ایټالوي دستګاوې چې پام وړ میاشتنی تولید لري، په کې ځای پر ځای شوي ول.» د ډبرینو بلاکونو یو ډیر لوی زیرمتون چې د اغیزمنې ساتنې په سیستم او عصري جرثقیل سمبال و. او د اوبو د تصفیه پیشرفته ایتالوی سیستم ( فلترپرس) چه په هېواد کې لږ لیدل کیږي. هغه شته ډبرین مواد چې ورسره کیفیت لرونکي، نوي او فوق العاده مرمر، رُخام اوتراورتین اضافه کیږي ، غوره درجه بندي او صیقل (پالش) لري کوم چې، د یو عصري او د باور وړ بسته بندۍ او انتقالاتو سیستم په مرسته، د نړۍ په هر ځای کې د بېلابېلو کارونو لپاره مناسب بلل کیږي. په باور سره تاییدولی شم وروسته له هغه چې په ۲۰۱۱ کال کې مې دې هېواد ته سفر وکړ، شخصاً د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې د زینتي ډبرو د ځايي پراختیا او ودې شاهد وم، نو ځکه نچرل سټون په افغانستان کې د زینتي ډبرو یوازنۍ د باور وړ کمپنۍ ده چې کولای شي خپلو پیرودونکو ته ګڼ شمېر لوړ کیفیت لرونکي محصولات وړاندې کړي او په اسانۍ سره د مارکیټ تر ټولو سترې غوښتنې (تقاضاوې) پوره کړي.