فابریکه

د جمعه محمدي صنعتي پارک

کابل، افغانستان

دا فابریکه د یوې اېټالوۍ انجنیري او مشورتي کمپنۍ له لوري ډیزاین شوې او د اروپا د ډیزاین-رغونې او چاپیریالي انجنیرۍ له معیارونو سره سمه جوړه شوې ده. نوموړې فابریکه د زینتي ډبرو د بُرش او صیقل(پالش) په پرمختللو ایټالوي ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمباله ده.

د یادې فابریکې میاشتینی تولیدي ظرفیت 20,000 متر مربع معیاري تایلونه دي، چې له 1 سانتي متر څخه نیولې تر 3 سانتي متر پورې ضخامت لري. همداراز نوموړې فابریکه د پخلنځي د مېزونو د سر، د زینو پیغلیو، د پیغلیو لاندینۍ برخو، د ورسیو د څنډو او په معمولو اندازو کې د پیرودونکو د بېلابېلو فرمایشونو لپاره د کُش سټون محصولات برابروي. د کُش سټون د چمتو شویو محصولاتو بُرش او صیقل(پالش) له منل شویو نړیوالو معیارونو سره برابر او ان تر هغو لوړ دي. دغه موخه د تولید په وروستي پړاو کې د نچرل سټون کمپنۍ د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو تر څارنې لاندې او له لوړ کیفیت لرونکو ایټالوي وسایلو (پالش مواد) او الماسی پلونو څخه په ګټنې سره ترلاسه کیږي .