زمونږ په اړه

نچرل سټون کمپنۍ

نچرل سټون کمپنۍ په 2014 زېږدیز کال په دې موخه رامنځته شوه چې د افغانستان لوړ کیفیت لرونکې مرمر، رُخام او تراورتین ډبرې کورنیو او نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړي. اوسمهال، نچرل سټون په افغانستان کې د تزئیني ډبرو د استخراج، پروسس او صادراتو مخکښه کمپنۍ ده، او په سیمه کې د ډبرو د پروسس له نړیوالو سیالو کمپنیو څخه ګڼل کېږي. یاده کمپنۍ د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې د تزئیني ډبرو محصولات خپلو پیرودونکو ته وړاندې کوي. د کُش سټون تزئیني ډبرې په ټوله نړۍ کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو د جوړونکو په پروژو کې د کارونې لپاره په ځانګړې توګه فرمایش ورکول کېږي.

د نچرل سټون کمپنۍ بنسټګر او پانګوال داسې کارپوهان دي چې په افغانستان او خلیج کې د ښاري او سوداګریزو ودانیو د ډیزاین او جوړونې په برخه کې خپلې لسیزې تجربې یې تر یوه چتر لاندې راغونډې کړې دي. په نوموړې صنعت کې د دوی اوږده تجربه دا امکان برابر کړی دی چې دوی سوداګریزو او استوګنیزو پروژو ته د کیفیت لرونکو ساختماني توکو د دوامداره اکمال او پر خپل وخت د لېږد اړتیا درک کړي.

نچرل سټون په افغانستان کې د زینتي ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې تر ټولو مخکښه کمپنۍ ده چې خپل محصولات نړیوالو مارکېټونو ته صادروي.

له نړیوالو معیارونو سره برابر ډبرین مواد

Kush Stone

The Natural Stone Company products sell under the brand name of Kush Stone globally. Any products sold under the Kush Stone brand are environmentally safe, free of asbestos, and compliant with international standards of construction materials for both interior and exterior building applications. 

ستاینلیکونه

د کانونو او پټرولیم وزارت

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د2020 کال په اپریل میاشت کې، نچرل سټون کمپنۍ ته په مرکزي افغانستان کې د سپينو مرمرو او تراورتینو د دوو سترو کانونو د استخراج تړونونه وسپارل. د هېواد کانونو د استخراج نویو سختو مقرراتو ته په کتو، د نچرل سټون کمپنۍ لخوا د یادو تړونونو ترلاسه کول د نوموړې کمپنۍ، اقتصادي او مالي ثبات او همداراز د طبیعي ډبرو د لویو زیرمو د چاپیریالي دوامداره استخراج په برخه کې د یادې کمپنۍ لوړه تخنیکي وړتیا څرګندوي.

کانونه

Natural Stone Company has two quarries across 4.1 square kilometers:

د کونړ - ننګرهار د مرمرو کان

د لولنج تراورتینو کان

نچرل سټون کمپنۍ، استخراج او پروسس سره په سم ډول یو ځای کړي ترڅو اکمال او عرضې ته مستقیم لاسرسی ډاډمن کړي او په دې ډول د کُش سټون د تولیداتو مهالوېش رعایتولی وشي. نچرل سټون کمپنۍ اوسمهال دوه عصري فابریکې اداره کوي چې د زینتي ډبرو د بُرش او صیقل (پالش) په پرمختللو ایټالوي ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمبال دي. د یادې کمپنۍ اوسنی ظرفیت په میاشت کې 40,000متر مربع ډبرینې تختې او تایلونه دي. د نوموړې کمپنۍ درېیمه فابریکه د جوړېدو په حال کې ده چې یاده کمپنۍ به د دې جوګه کړي ترڅو د کُش سټون موجوده تولیدي ظرفیت لوړ او همداراز نور ځانګړي محصولات خپلو پیرودونکو ته وړاندې کړي.

نچرل سټون کمپنۍ داسې محصولات بازار ته وړاندې کوي، نه یوازې دا چې د ډبرو ترکیب او کیفیت له نړیوالو معیارونه سره سمون لري بلکې له هغو څخه پورته هم دي. د کُش سټون تر سوداګریز نوم لاندې د نچرل سټون کمپنۍ محصولات په کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو مارکېټونو کې په رقابتي نرخونو پلورل کېږي او د لاسرسي وړ دي. د کمپنۍ د وېشونکو ‍پر مټ، کُش سټون محصول د نړۍ هرې سیمې ته لېږل کېدای شي، نوځکه کُش سټون نیغ په نیغه له طبیعت څخه تر تاسو رسیږي.

The Natural Stone Company continues to develop and grow with the objective to be the top dimension stone exporter from Afghanistan. Since the company’s founding in 2014, the founder of the Natural Stone Company considers the company’s greatest achievement to be the exponential growth of jobs the Natural Stone Company has created in Afghanistan, including in quarrying, processing, sales and marketing, and export operations. The company will continue to create new jobs as they grow and expand, and is committed to generating up to 1,000 direct and indirect jobs that will support long-term community and social development in Afghanistan, ranging from infrastructure to public services, in the areas where the quarries and factories are located.

فابریکې

نچرل سټون کمپنۍ په دوو عصري فابریکو پانګونه کړې ده چې د ډبرو د پروسس او صیقل (پالش) په پرمختللو ایټالوي ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمبالې دي. دوی اوسمهال د درېیمې فابریکې پر جوړونه بوخت دي تر څو خپل تولیدي ظرفیت لوړ او مارکیټونو ته بېلابېل محصولات وړاندې کړي.

په نړیواله کچه د انجنیري او مشورتي خدماتو یوه پېژندل شوې ایټالوي کمپنۍ د دغو فابریکو په پلان جوړونې او ډیزاین کې ښکېله وه. یادې فابریکې د اروپا د ډیزاین-رغونې او چاپیریالي انجنیرۍ له معیارونو سره سمې د افغانستان د پلازمېنې کابل په عصري صنعتي پارکونو کې رغول شوې دي.

دا فابریکې د ډبرو د پروسس په پرمختللو ماشین آلاتو او تجهیزاتو سمبالې دي چې په کې تزئیني ډبرینې تختې د ډبرو پروسس له پرمختللې ایټالوي ټکنالوژۍ څخه په ګټنې سره بُرش او صیقل (پالش) کیږي. د تولید دغه عصري‌ څانګې چې په میاشت کې د 40,000 متر مربع ډبرو د تولید ظرفیت لري، نچرل سټون کمپنۍ د دې جوګه کوي ترڅو په نړیوالو مارکېټونو کې ډبرینې تختې او تایلونو په رقابتي نرخونو وړاندې کړي.

د جمعه محمدي صنعتي پارک

د څرخي پله صنعتي پارک

د پکتیا کوټ صنعتي پارک