مرمر
د رنځي خیلو مرمرو کان
میدان وردګ ولایت، افغانستان
د رنځي خېلو د مرمر ډبرو کان په میدان وردګو ولایت کې پروت دی چې په کابل کې د نچرل سټون کمپنۍ له فابریکو څخه 100 کیلومتره واټن لري.
د مرمرو دا زیرمه د ډبرو له جلا لاټونو یا درزونو څخه جوړه ده چې هر پوښښ یې په فردي ډول له ورپسې هغه څخه متفاوت رنګ لري. د کان کارکوونکي له خپلې پوهې او تخصص څخه په ګټنې سره د سپين او خړ رنګ ځانګړي سیوري لرونکې ډبرې سره بېلوي ترڅو په ډبرینو تختو او تایلونو کې د رنګونو ترمنځ غوره ورته والی رامنځته کړي.
په دغو مرمرو کې د خالصو کلسیم کاربوڼیټ ترکیب موجود دی چې په غیرې عادي ډول د ظریفه او متوسطه دانو بافت لرونکي غوره کیفیت مرمر رامنځته کوي. د جوړ شویو ډبرینو تختو او تایلونو رنګ په عمومي ډول خړرنګه سپین دی چې ځینې محصولات یې خړې تیارې کرښې لري.
په یادو زیرمو کې د مرمر ډبرې خورا فشرده دي او هغه درزونه نلري کوم چې په طبیعي ډول په مرمرو کې شتون لري، او دا ځانګړتیا د دې امکان برابروي چې سترې ډبرینې تختې د زینتي ډبرو صعنت د معیاري ډبرینو تختو په پرتله په لا سترو اندازو کې استخراج او پروسس شي. د نوموړې کان اوسنی تولیدي ظرفیت په میاشت کې شاوخوا 1000 متریک ټنه دی.