
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت
کابل، افغانستان- د 2020 کال د اپرېل په 21 مه نېټه د افغانستان نچرل سټون کمپنۍ د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د کونړ-ننګرهار د مرمرو او د لولنج- پروان د تراورتین د کانونو د اکتشاف امتیاز تړونونه لاسلیک کړل. ولسمشر اشرف غني په دې مهمې ناسته کې چې د کمپنۍ استازي او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کې ګډون کړی و، برخه والو ته د ویډیو کنفرانس له لارې وینا وکړه